د ایران پولیس: پارلمان ته څېرمه ډزو تلفات نه لرل

تصویر له ارشیفه، د ایران امنیتي ځواکونه

ځينې رسنۍ او د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي وايي، چې د سه شنبې په ورځ (نومبر ۲۱) په تهران کې د ایران د اسلامي شورا انګړ کې ډزې شوي، خو د تهران پولیس وايي، چې دغه پېښه د پارلمان ودانۍ ته څېرمه په یوه روغتون کې شوې ده.

د ازادي راډیو د ایران څانګې فردا راډیو د راپور له مخې، د تهران پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د «شفا یحیائیان» روغتون په سیمه کې یو کس په ښکاري ټوپک باندې ډزې کولې او نیول شوی دی.

پولیسو ټينګار کړی چې په دې پيښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى خو د پيښې د عاملينو د هويت او د انګيزې په باب څه نه دي ويل شوي.

د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې په تهران کې د ایران د اسلامي شورا پر ودانۍ او د ایت الله خمیني پر مقبره برید وشو، چې په پایله کې یې تر لسو زیات کسان ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول.