د ایران پارلمان ته څېرمه ډزې کوونکی کس ونیول شو

د ایران امنیتي ځواکونه

د ایران پولیس د هغه وسله وال د نیول کیدو خبر ورکوي چې په تهران کې یې د دې هېواد پارلمان ته څېرمه ډزې کړې وې.

د ایران ایرنا خبري اژانس د راپورله مخې، دغه وسله وال له یوه ښکاري ټوپک سره ونیول شو.

د راپورونو له مخې، په دې پیښه کې چې انګیزه یې نده معلومه، چاته زیان نه دی رسیدلی.

دغه پیښه نن داسې مهال شوې چې د ایران پارلمان عمومي غونډه وکړه.

د ایران پرپارلمان په ۲۰۱۷ کال په یوه خونړي برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې داعش اخیستی و، په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.