د خوړو نړیوال پروګرام: پاکستان په ډېر نا مناسب وخت کې د افغان کډوالو اېستل پیل کړي

پاکستاني ځواکونه د افغان کډوالو د ایستلو د کمپاین پر مهال

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ډېر نامناسب وخت کې پیل کړې ده.

په افغانستان کې د WFP مشرې هسیاو وي په تورخم کې له راستنو شویو افغانانو سره د کتنې پرمهال په یوه ویډیويي وینا کې چې پر اېکس شبکې یې خپره کړې، د لکونه افغانانو د جبري ایستلو پر ناوړه عواقبو خبرې کړي.

هغې ویلي چې له دې کډوالو څخه هرڅه هلته پاتې کېږي او دوی په داسې نامناسب وخت کې خپل هېواد ته راستنېږي چې نه کافي خواړه لري، نه نور امکانات او نه د استوګنې ځای.

مېرمن هسیاو وايي، تر ټولو د ډېرې اندېښنې خبره دا ده چې ژمي ته یوازې څو اونۍ پاتې دي او افغانستان لاهم د وروستۍ درنې زلزلې، کمزوري اقتصادي حالت او د چاپیریال له اثراتو څخه نه دی رغېدلی.