د جرمني دفاع وزیر اوکراین ته په ناڅاپي سفر رسیدلی

د جرمني د دفاع وزیر، بوریس پیستوریوس

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس Boris Pistorius په یوه ناڅاپي سفر کییف ته رسېدلی دی څو له اوکراین سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړي.

له امریکا وروسته جرمني له اوکراین سره په پوځي برخه کې دوهم لوی مرستندوی هېواد دی.

ښاغلی پیستوریوس په داسې حال کې دا سفر کوي چې روسیې پر اوکراین د توغندیو او ډرونونو د حملو خونړۍ څپه پیل کړې او په ترڅ کې یې تر ډېره عامه او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.

پیستوریوس د کییف په مرکزي چوک کې د اعتراضونو د پیل د لسمې کلیزې په مناسبت د ګلو د ګېډۍ د ایښودلو پرمهال وویل، د دې لپاره اوکراین ته راغلی دی چې له دې هېواد سره د جرمني د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړي او ورسره په جګړه کې د اوکراینیانو د جرات او زړورتیا ستاینه وکړي.

د جرمني دفاع وزیر کییف ته په اورګاډي کې سفر وکړ او تمه ده چې له خپل اوکرایني سیال رستم عمروف او ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره به وګوري.