ملګري ملتونه: افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره په کلیوالو سیمو کې د مرستې پلان لرو

له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره FAO وايي، افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره په کلیوالو سیمو کې د مرستې پلان لري.

که څه هم FAO د هغو ادارو په ډله کې نه ده چې له پاکستانه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره په مستقیم ډول مرستې کوي، خو دې ادارې پرون پر ایکس شبکې (پخواني ټویټر) په یو بیان کې ویلي دي چې د راستنېدونکو کډوالو له کوربه کلیوالو ټولنو سره د کرنیز تخمونو، د څارویو د ساتنې او د اقتصاد په نورو برخو کې مرستې ته تیاري نیسي.

ملګروملتونو په یوه وروستي راپور کې ویلي چې له پاکستانه ډېری راستنېدونکي کډوال کلیوالو سیمو ته ستنېږي.