د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې نن سهار یو موټر اوبو ته لویدلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه سپرلۍ یې مړه شوي دي.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال ریاض هلمندي رسنیو ته ویلي چې په مړو کې یو نارینه، دوې ښځي او درې ماشومان شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د پیښي علت د موټر تېز سرعت بلل شوی.