د برېتانیا د بشري حقونو یوې ادارې موندلې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د ښځینه سیاسي فعالانو د انلاین ځورونې پېښې زیاتې شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې په دغه راپور کې د ټولنیزو شبکو ۷۸ زره پښتو او دري لیکنې راټولې او ارزول شوي دي.
دا ځورونکي پوستونه د نژدې سلو افغان ښځینه سیاستوالو انلاین اکونټونو یا حسابونو ته لیکل شوي چې ځینې یې د جنسي تاوتریخوالي او مرګ د ګواښ په اړه دي.
د برېتانیا د بشري حقونو دغه بنسټ لیکلي، د ۲۰۲۱ کال د جون او دسمبر میاشتې ترمنځ موده او د ۲۰۲۲ کال په ورته موده کې د ښځینه افغان سیاستوالو په وړاندې ځورونکې انلاین لیکنې درې برابره زیاتې شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې ښځې له سیاسي فعالیت او د ملګرو ملتونو په ګډون کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع شوې دي.