د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا څانګې پرون یکشنبه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په خپل لاریون کې له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستي فشارونه وغندل.
دوی په عین حال کې د (PTM) د فعالانو د نیولو او شکنجې موارد وغندل.
په لاریون کې د پي ټي ایم د فرانسې د برخې مشر حبیب الرحمن زمانخېل، د پي ټي ایم د اروپا تنظیموونکي ملک بازي، د افغان ماشومانو د خوندیتوب ادارې مشر رضا جعفري، د ښځو د حقونو فعالې ډاکټرې انیسې پشه یي او ځینو نورو ویناوالو خبرې وکړې.
پاکستان د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج پروسه ګړندۍ کړې ده.