پوتین د جي شل انلاین غونډه کې برخه اخلي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د G-20 مجازي غونډه کې برخه واخلي چې د چهارشنبه په ورځ به ترسره شي.

د روسیې دولتي ټلویزیون دا خبره پرون یکشنبه (د نومبر ۱۹مه) وکړه.

ولسمشر پوتین مخکې د سپتمبر په میاشت کې په هند کې د جي شل په کلنۍ حضوري ناسته کې برخه نه وه اخیستې.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د شنبې په ورځ (نومبر ۱۸) په یوه بیان کې وویل چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د خپل غیر قانوني یرغل له پیل راهیسې د جي شل په کلنۍ غونډه کې ګډون نه دی کړی.

هند اوس مهال د G20 ګروپ مشري کوي.