د امریکا شارژدافیره: افغان ښځې ستر اقتصادي ظرفیت لري

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کیرن ډکر

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کیرن ډکر وايي، افغان ښځې ستر اقتصادي ظرفیت لري او د افغانستان د راتلونکي سوکالۍ لپاره خورا مهمې دي.

نوموړې دا خبره پرون یکشنبه په اېکس پاڼه کې د ښځینه متشبثینو د ورځې په مناسبت وکړه.

هغې په کابل کې د بي بي خدیجې په نوم د ښځو له خوا د یوه جوړ شوي نندارتون ملاتړ کړی او د هغوی کارونه یې ستایلي دي.

اغلې ډکر زیاته کړې چې افغان مېرمنې زياتو فرصتونو او بازارموندنې ته اړتيا لري.

یو شمېر سوداګرې ښځې بیا وايي چې له دې نندارتونه ډېره ګټه نه شي کولای. د طالبانو حکومت دغه نندارتون ته د نارینه وو پر تلو بندیز لګولی او یوازې ښځو ته یې د دغه نندارتون د لیدلو اجازه ورکړې ده.

د بي بي خديجې نندارتون چې څو ورځې مخکې پيل شوی وو نن دوشنبه پای ته رسیږي.