د طالبانو حکومت: له ایران څخه پرون ۱۵۹۲ تنه افغانستان ته ستانه شوي

له ایران څخه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پرون ۱۵۹۲ تنه افغان کډوال له ایرانه په جبري یا هم داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت نن په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۱۸۶ یې اړ کسان وو، چې د غذايي او غیرغذايي مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول.

بلخوا د ایران د کډوالۍ ملي ادارې یوه مشر ویلي، چې له زمري/ اسد میاشتې راهیسې څلورنیم لکه بې اسناده افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه هم د نوامبر له لومړیو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده. ملګرو ملتونو ویلي، چې تر تېرې اوونۍ پورې له پاکستانه افغانستان ته د اخراج شویو بې اسناده افغانانو شمېر درې لکه ۲۷زره ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو ملیونو او څلور سوه زره کسانو ته رسېږي، چې یو ملیون او اووه سوه زره یې قانوني اسناد نه لري، خو ځینو افغانانو شکایت کړی، چې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره نیول شوي او افغانستان ته اخراج کړای شوي دي.