د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ: افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی

تصویر له ارشیفه

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) وايي د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی.

د دغه بنسټ مشر ظریف کریمي پرون ازادۍ راډیو ته وویل په افغانستان کې شا و خوا نیمايي رسنۍ تړل شوي دي.

ظریفي زیاته کړه:

" له بده مرغه د نورو مواردو تر څنګ تر سیاسي تحولاتو وروسته، هم د رسنیو د کیفیت او هم شمېر د اغېزمنېدو شاهدان یو. د افغانستان شا و خوا ۵۰ فیصده رسنۍ غیرفعاله شوي، د رسنیو ۷۰ فیصده کارکوونکي او خبریالان وزګاره شوي. ځینې مسلکي کادرونه له افغانستانه ووتل، په افغانستان کې د اطلاع رسونې او خبریالۍ کار د فزیکي، مادي او معني امکاناتو د کموالي له کبله کم شوی دی."

پرون تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې وویل، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې پر رسنیو فشارونه زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، یوازې په ولایتونو کې نه؛ بلکې په کابل کې هم د ازادو رسنیو عادي بهیر ګډوډ شوی او د ازادو یا هم تحقیقي راپورونو او چلنجوونکو پروګرامونو جوړول د محدودیتونو له کبله ختم شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو له ازادیو د سرغړونې لږ تر لږه ۷۵ پېښې ثبت شوي، چې په هغو کې د خبریالانو د نیولو ۳۳ پېښې او د ګواښلو ۴۲ پېښې شاملې دي.

طالبانو د دې راپور په باب تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې ویلي وو چې د رسنیو ازادیو ته ژمن دي.