تخار کې یو شمېر ښځینه فعالانې: طالبان دې نیول شوي فعالان خوشې کړي

تخار کې یو شمېر ښځینه فعالانې - ارشیف

په تخار کې د افغان ښځو د اعتراضي غورځنګونو خپلواک ائتلاف ځینو غړو، پرون په یوه اعتراض کې د نیول شویو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغو ښځو چې شمېر یې ۱۳ ته رسېږي او په یوه سرپټي ځای کې راټول شوې وې، وویل، چې طالبانو په خپله واکمنۍ کې د ښځو په وړاندې خورا سخت ځپونکي اقدامات کړي دي. د هغوی له ډلې یوې خپل پرېکړه لیک ولوست، چې په یوه برخه کې یې راغلي وو:

"طالبان د خپل تیاره تاریخ په تکرار سره نه یوازې د بشري حقونو له کرښو اوښتي، بلکې نړۍ ته یې خپل تیاره او له تاوتریخوالي ډک اقدامات اعلان کړي او د ښځو په وړاندې یې هېڅ ډول جنایت او خیانت نه دی سپمولی."

تر دې مخکې تېره پنج شنبه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیراحمد فایق د یوې معترضې افغان مېرمنې پریسا ازاده د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

طالبانو د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ غړې پریسا ازاده تېره سې شنبه ازاده په کابل کې نیولې ده.

د طالبانو حکومت لا هم د حقونو ځینې فعالان له دې هغې ډلې ژولیا پارسي او د هغې زوی، ندا پرواني او د هغې ماشومه، منیژه صدیقي او رسول پارسي خوشې کړي نه دي.