د روسیې د بانک او مالیې وزارت پخوانی مرستیال د تعقیب لاندې کسانو لېست کې راغلی

د روسیې د بانک او مالیې وزارت پخوانی مرستیال الکساشینکو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بانک او مالیې وزارت پخوانی مرستیال د هغو کسانو په لېست کې شامل کړ چې تر تعقیب لاندې دي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې نن روسیي رسنیو دغه خبر ورکړ.

د روسیې په چارو کې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې په برخه کې د تحقیقاتي کمېټې مشر واسیلي پیسکاریف تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې الکساشینکو هغه بندیزونه تنظیموي چې لوېدیځ یې پر روسیې لګوي.

الکساشینکو په اوکراین کې د روسیې پر برید انتقاد کړی دی.

وروسته تر دې چې د ولادیمیر پوتین له حکومت سره د ده اختلاف پیدا شو، دی د امریکا متحد ایالتونو ته ولاړ او اوس هلته په جلا وطني کې ژوند کوي.