د غزې تړانګې ته د تېلو لومړۍ جوپه ورسېده

د رفح سرحدي دروازه چې د غزې او مصر ترمنځ پوله ده.

د غزې تړانګې ته د تېلو لومړۍ جوپه داخله شوه.

دا وروسته تر دې چې د امریکا متحد ایالتونو پر اسراییل فشار راوست.

د تېلو له امله دوه ورځې برښنا نه وه او پرون ناوخته چې کله له مصر څخه تېل سیمې ته ورسېدل دا ستونزه هواره شوه.

د دې سربېره ملګرو ملتونو پر اوربند ټینګار کړی او وایي چې د غزې هېڅ سیمه خوندې نه ده.

د غزې په خان یونس کې د ناصر په نوم روغتون اعلان وکړ چې له یوه هوایي برید وروسته یې د شپږ ویشت کسانو مړي د استوګني له یوې ودانۍ ترلاسه کړې دي.