د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د ناروغیو په خپرېدو اندېښنه وښوده

په غزه کې د اسراییلو د بمبارۍ یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' نن ویلي چې په غزې تړانګه کې د ناروغیو د خپرېدو په اړه ډېره اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل بمبارۍ، په پناه ځایونو کې د خلکو د شمېر زیاتېدو، دغه راز د خوړو او د څښاک د پاکو اوبو د کمېدو سبب شوې دي.

د فلسطین په اشغال شوي قلمرو کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارد پیپرکورن ویلي: "په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، د ناروغیو د خپرېدو په باب خورا زیاته اندېښنه لرو."

د هغه په وینا، په ګڼ مېشتو سیمو کې د حادو تنفسي ناروغیو ۷۰زره پېښې او د نس‌ناستي ۴۴زره پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دې استازي په وینا واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.