له پاکستانه د ایستل شویو بې اسناده افغانانو شمېر درې لکه ۲۷زره ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس ننګرهار کې په خیمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو یوې ادارې ویلي چې له پاکستانه افغانستان ته د ایستل شویو بې اسناده افغانانو شمېر درې لکه ۲۷زره ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږغۍ عمومي ادارې پرون په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه کسان په داسې حال کې افغانستان ته اخراج شوي چې وضعیت کړکېچن دی او دوی کورونه هم نه لري.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا د خلکو دغه ډله ییزه ستنېدنه د مرستې او همکارۍ پر ظرفیتونو فشار زیاتوي.

پاکستان د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خاوره کې بې اسناده کډوالو ته، چې ډېره برخه یې افغانان دي مهلت ټاکلی و چې له پوره کېدو سره یې د نومبر میاشتې له لومړیو افغانستان ته د بې اسناده افغانانو د اخراج پروسه ګړندۍ شوه.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو میلیونو او څلور سوه زره کسانو ته رسېږي چې یو ملیون او اووه سوه زره یې قانوني اسناد نه لري.

خو ځینو افغانانو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره نیول شوي او افغانستان ته اخراج کړای شوي دي.