د ترکیې ولسمشر جرمني ته ځي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په لنډ سفر جرمني ته لاړ شي.

دا سفر داسې وخت کېږي چې ترکیه او جرمني د اسراییل او حماس د جګړې په باب متفاوت دریځونه لري.

اروپايي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه حماس ډله د تروریستي سازمان په توګه پېژني.

ټاکل شوې اردوغان د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ او له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره چې موقف یې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري، وګوري.

شولڅ په مې میاشت کې تر بیا ټاکل کېدو وروسته اردوغان ته د جرمني د سفر بلنه ورکړه.

دا سفر داسې وخت کېږي چې د برلین او انقرې ترمنځ د اکتوبر پر اوومه د حماس ډلې له خوا پر اسراییل تر حملې وروسته کړکېچ زیات شوی دی.

له هغې راهیسې په غزه کې د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.