الکوزی: کراچۍ کې د افغان سوداګرو د زرګونو کانتینرونو د خوشې کیدو هوکړه شوې

پاکستان کې یو شمېر سوداګریز کانتینرونه - ارشیف

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يوه مسوول، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د زرګونو ایسارو کړل شویو کانټینرونو د خوشې په برخه کې د موافقې خبر ورکړی.

خان جان الکوزي پرون د ازادۍ راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وویل، په څه کم ۴۰۰۰ کانټینره مالونو کې، یوه برخه کانټینرونه به تر بحثونو وروسته خوشې شي.

نوموړي زیاته کړه:

" په دې څه کم ۴۰۰۰ کانټینرونو کې ۴۰۰ یې داسې وو، چې په حساس یا نګټیف لیست کې دي. په هغه باب به په راتلونکي کې خبرې کېږي. هغه په دې فیصله کې شامل نه دي. پاتې دا ۳۰۰۰ یا ۳۵۰۰ کانټینرونه چې دي، د پخوا په څېر به په بانکي ضمانت یا هم ۱۰ فیصده مالیه باندې د پخوا په څېر خلاصېږي او د پخوا په څېر به ځي."

تر دې مخکې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان له بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

په کراچۍ بندر کې له لږ تر لږه درېیو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو شاوخوا ۴۰۰۰ کانټینرونه بند پاتې دي. اسلام اباد د اکتوبر پر درېیمه، له افغانستان سره د ټرانزېټ په تجارتي تړون (اپټا) کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې تېره اوونۍ د اسلام اباد له خوا افغانستان ته پر واردېدونکو مالونو نوی فیس او په ټرانزېټي تړون کې نور بدلونونه رد کړي وو.