د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته په یوه اندازه پور ازادولو راضي شوی

د پاکستان د مرکزي بانک لوګو

پاکستان او د پیسو نړیوال وجهي صندوق، IMF د درې ملیارډ ډالرو پور د اوه سوه ملیون ډالرود ازادولو په اړه یوې ابتدایي موافقې ته رسیدلي.

IMF د روان کال په جولای میاشت کې پاکستان ته د دغه پورورکولو په اړه موافقه کړې وه.

دغه صندوق ویلي چې دواړه لوري پرون چهارشنبې په اسلام آباد کې د خبرو په نتیجه کې یوې لومړنۍ موافقې ته رسیدلې چې دغه پیسې دې ازادې شي.

د پاکستان حکومت هم تایید کړې چې یوتوافق ترلاسه شوی دی.

د دې لپاره چې دغه اوه سوه ملیون ډالره پاکستان ته ورکړل شي باید د دغه صندوق اجرایي بورډ شوې موافقه تایید کړي.

پاکستان په اوس وخت کې له انفلاسیون یا د پیسو له پاړسوب سره مخ دی او په عین حال کې ټاکل شوې چې په دې هیواد کې د فبرورۍ په میاشت کې عمومي انتخابات ترسره شي.