کرزی: د روښانه راتلونکې او پرمختګ لپاره د نجونو زده کړې حیاتي دي

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی - تصویر له ارشیفه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د روښانه راتلونکې او پرمختګ لپاره حیاتي بللي دي.

د حامد کرزي پر اېکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکل شوي چې نوموړي دغه خبرې پرون په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې کړي دي.

تر دې وړاندې د حامد کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو او نړیوالو ادارو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، خو طالبانو لا په دې برخه کې کوم ښکاره نرمښت نه دی ښودلی.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

طالبانو که څه هم ویلي چې دا تعلیمي او تحصیلي مرکزونه به تر دویم اعلان یا د شرایطو تر برابرېدو پورې تړلي وي، خو دا معلومه نه ده چې د شرایطو د برابرولو کار کوم ځای ته رسیدلی دی.