د مصر چارواکي: د رفح له پولې د غزې تړانګې ته د تېلو ټانکرونه ننوتي

د فلسطین او مصر ترمنځ د رفح پوله

د مصر امنیتي چارواکي وایي، د غزې تړانګې ته له هغه مهال راهیسې چې اسراییل سیمه بشپړه کلابنده کړې، د تیلو لومړني ټانکرونه د رفح له پولې ننوتي دي.

اسراییل په غزه کې چې سخت دریځه حماس ډله پرې واکمنه ده او امریکا او اروپایي ټولنه هغه یوه ترهګره ډله بولي، د حماس پر وړاندې جګړه وروسته له هغې پیل کړې چې دې ډلې د اکټوبر په اومه د اسراییل پرجنوبي ښارګوټو برید وکړ. ۱۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نوریې له ځان سره یرغمل کړل.

د رویټرز خبري آژانس د راپورله مځې غزې ته د تېلو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر د مصر دوو امنیتي چارواکو ورکړی او عیني شاهدانو هم ویلي چې د تېلو دوه نور ټانکرونه یې لیدلي چې د رفح د پولې د مصر غاړه کې دې ته منتظر دي چې غزې ته ننوځي.

د اکټوبر له ۲۱ راهیسې له مصرڅخه غزې ته محدودې بشري مرستې ننوتي خو اسراییل تراوسه سیمې ته د تېلو د رسېدو مخه نیولې وه.