فلای دوبۍ کابل ته د خپلو الوتنو لړۍ بیا پیل کړه

Flydubai flight

د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت فلای دوبۍ نن چهارشنبې کابل ته د خپلو الوتنو لړۍ بیا پیل کړه.

فلای دوبۍ د اکټوبر په دولسمه په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې کابل ته خپلې الوتنې به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له پنځلسمې بېرته پیل کړي او په ورځ کې دوه الوتنې به د دوبۍ د نړیوال هوایي ډګر له دوهم ترمینل څخه ترسره کېږي.

د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو چارواکي یې اداره کوي، نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې کابل ته د فلای دوبۍ د الوتنو د بیا پیلېدو خبر ورکړی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته فلای دوبۍ هم لکه د نورو نړیوالو هوایي شرکتونو په څېر افغانستان ته خپلې الوتنې درولې وې.

پر طالبانو د نړیوالو بندیزونو ترڅنګ له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل د نړیوال هوایي ډګر د رادار سیستم په ګډون د دې هوایي ډګر ډېرو تاسیساتو ته ډېر زیان رسېدلی و چې هغه د امنیتي مسئلو ترڅنګ دې هوایي ډګر ته د نړیوالو الوتنو د بیا پیلېدو پر وړاندې یو عمده خنډ بلل کېږي.