د افغانستان له شمال ختیځ څخه د یوې نسبتاً درنې زلزلې خبرونه رارسېدلي.
د جرمني د جیولوژیکي علومو د مرکز یا 'جي ایف زیټ' د خبر له مخې دا زلزله د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحد کې شوې او قدرت یې د ریښتر په کچه ۵،۳ درجې و، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی.
د یاد مرکز د معلوماتو له مخې د دې زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۰۹ کیلومتره ژور تل کې و.
په عین حال کې د امریکا د جیولوژۍ ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۹ درجې ښودلی او ویلي یې دي چې مرکز یې د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې و.
د زلزلې د تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي. د یکشنبې په ورځ هم له همدې سیمې څخه د ۴،۷ درجې زلزلې خبر راورسېد چې انساني تلفات یې نه درلودل.