په ایران کې د داعش د یوه لوړپوړي غړي د نیول کېدو خبر ورکړل شوی

د داعش بیرغ

په ایران کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه لوړپوړي غړي د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ایران پوځ ته نږدې نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم راپور ورکړی چې دا کس د ایران په اهواز ښار کې نیول شوی دی.

تسنیم د دغه کس د نیول کېدو د وخت له یادولو پرته ادعا کړې چې نوموړی د خوزستان د ولایت په کچه د اسلامي دولت ډلې له مشرانو څخه و او د داعش لپاره یې د ځواکونو په استخدام او روزنې بوخت و.

په راپور کې نیول شوی کس په ایران کې له اسلامي دولت ډلې سره په تماس کې یو له هغو جګپوړو کسانو څخه بلل شوی چې په عراق کې یې له داعش سره د یوځای کېدو نیت درلود.

داعش په ایران کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی چې په هغو کې د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې په تهران کې د اسلامي شورا پر ودانۍ او د ایت الله خمیني پر مقبرې برید د یادولو دي چې چې د ۵ بریدګرو په ګډون ۲۲ کسان پکې ووژل شول او لږ تر لږه ۵۲ نور ټپیان شول.