د طالب او پاکستاني چارواکو لیدنه؛ دواړو لوریو پر سوداګریزو او کډوالو چارو خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني

د پاکستان د لنډمهالي حکومت او د طالبانو د حکومت ترمنځ د نانندریو په دوام د دواړو هېوادونو چارواکو په اسلام اباد کې سره کتلي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر واک لاندې دی نن سهار وختي پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره کتلي دي.

وړاندې راغلي چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د مالونو لېږد، په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو بندېدا او دوه اړخیزې اړیکې د بحث وړ مسئلې وې.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت پرون لیکلي چې دغه پلاوی د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په یوه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د دواړو ګاونډیو اړیکې سړې بلل شوي او یو پر بل د ملامتۍ تورنه پورې کوي.