د بحران نړیواله ډله: له پاکستانه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل په سیمه کې بې ثباتي راولي

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

په داسې حال کې چې له پاکستانه د لکونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده د بحران نړیواله ډله وايي، د افغان کډوالو ډله ییز ایستل په سیمه کې بې ثباتي راولي

دې ډلې پرون په یوه تازه راپور کې لیکلي دا پالیسي به په داسې حال کې چې اسلام آباد غواړي په امنیتي برخه کې خپل اقدامات توجیه کړي په سیمه کې بحران لا پراخ کړي.

د بحران نړیوالې ډلې له امریکا او نورو هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري غوښتي چې اسلام له دې پلان څخه لاس اخیستلو ته وهڅوي.

دا ټولنه وايي ،که نړیوال دا کار نه کوي نو لږترلږه د پاکستان له موقت حکومت څخه دې وغواړي چې اوسنی غیرعملي پلان وځنډوي او پرځای یې له افغانستان او پاکستان څخه وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې یوې موافقې ته ورسېږي؛ هغه هم په داسې یوه طریقه چې له حقوقي او بشري اصولو او معیارونو څخه سرغړونه پکې ونه شي.

د بحران نړیوالې ډلې له نړیوالو مرستندویانو هم غوښتي دي چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ په مرسته د افغان کډوالو مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.