بایډن: د الشفا په نوم د غزې تر ټولو لوی روغتون باید خوندي وساتل شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د الشفا په نوم د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون باید خوندي وساتل شي.

د لوېدیځو اژانسونو د راپورونو له مخې بایډن دغه څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس د یکشنبې په ورځ ویلي وو، شفا روغتون له درېیو ورځو راهیسې اوبه او برښنا نه لري او نور د روغتون په توګه فعالیت نه کوي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګریز سازمان بولي، جګړه د دې لامل شوې چې زرګونه تنه له دې روغتونه وتښتي.

اژانس زیاتوي، لا هم سلګونه ناروغان او بې ځایه شوي کسان د جګړې له کبله د روغتون دننه پاتې دي.

د حماس تر واک لاندې غزه کې د دغه روغتون چارواکي وایي، ناروغانو کې لسګونه ماشومان هم شامل دي چې د برښنا د نشتوالي له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.