غزه کې د ملګرو ملتونو د ۱۰۱ همکارانو وژل کیدل؛ بېلابېلو هېوادونو کې یې په ویر شمعې بلې شوې

په غزه کې د ملګرو ملتونو یو شمېر همکاران

په جینوا کې د ملګرو ملتونو ادارې نن په غزه کې د خپلو ۱۰۱ همکارانو د وژنې په ویر شمعې بلې کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، پر غزې د اسراییلو د بریدونو له پيله د دوی د وژل شویو همکارانو شمېر د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساري دی.

رویټرز خبري اژانس په جینوا کې د ملګرو ملتونو د مشرې تاتیانا والوفایا په حواله ویلي چې دوی په غزه کې له ننګونکو شرایطو سره مخامخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې شاوخوا پنځه زره کارکوونکي په غزه کې فعالیت لري چې جګړه ځپلو او کډوالو ته د ښوونځیو، روغتیایي خدمتونو او مرستو په برخه کې کار کوي.

پر جینوا سربېره په کابل او یوشمېر نورو اسیايي ښارونو کې هم د ملګرو ملتونو ادارو په غزه کې د خپلو وژل شویو همکارانو په یاد نن یوه دقیقه چوپتیا غوره کړې او خپل بیرغونه یې په نیمه ځوړند ډول درولي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د هغې ۲۵۰ همکارانو د خواخوږۍ په دغو مراسمو کې برخه اخیستې.

غزه کې روانې جګړې سلګونه ماشومان او ملکیان هم قرباني کړي

ورته مراسم د جاپان په پلازمېنه توکیو، د تایلیند په مرکز بنګاک او د چین او نیپال په مرکزي ښارونو پیکینګ او کتمندو کې هم د ملګرو ملتونو د ماموریتونو له خوا ترسره شوي دي.

اسراییل وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس سخت دریځې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریز سازمان په توګه پیژني، د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره سلګونه اسرایلیان ووژل او له ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل.

د اسراییل حکومت هغه مهال ویلي وو، چې د حماس سخت دریځې ډلې په بریدونو کې ۱۴۰۰ اسرایلیان وژل شوي دي، خو د نومبر په لسمه د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیور هیات وویل، تلفات ۱۲۰۰ ته راټیټ شوي دي.

هغه که څه هم د تلفاتو په شمېر کې د راغلي بدلون جزیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې مړي د پیژندلو په حال کې دي او ممکن ارقامو کې نور بدلون هم راشي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، له همغه مهاله د اسراییلي پوځیانو په غچ اخستونکو بریدونو کې تراوسه څه باندې ۱۱ زره ملکیان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.