غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو وژنه؛ په کابل او یو شمېر ښارونو کې پرې خواخوږي څرګنده شوې

په کابل او یو شمېر نورو اسیایي ښارونو کې د ملګرو ملتونو ادارو په غزه کې د خپلو وژل شویو همکارانو په یاد نن یوه دقیقه چوپتیا غوره کړې او خپل بیرغونه یې نیمه ځوړند حالت ته راوستلي دي.

په کابل او یو شمېر نورو اسیایي ښارونو کې د ملګرو ملتونو ادارو په غزه کې د خپلو وژل شویو همکارانو په یاد نن یوه دقیقه چوپتیا غوره کړې او خپل بیرغونه یې نیمه ځوړند حالت ته راوستلي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس لیکلي چې په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د هغې ۲۵۰ همکارانو د خواخوږۍ په دغو مراسمو کې برخه اخیستې ده.

ورته مراسم د جاپان په پلازمېنه توکیو، د تایلیند په مرکز بنګاک او د چین او نیپال په مرکزي ښارونو پېکېنګ او کتمندو کې هم د ملګرو ملتونو د ماموریتونو له خوا ترسره شوي دي.

د یوناما په نوم د ملګرو ملتونو یوه اداره چې د فلسطینیانو ملاتړ کوي وایي، په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې د دوی له سلو زیات کارکوونکي وژل شوي دي.

اسراییل وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس سخت دریځې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریز سازمان په توګه پېژني، د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او له ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، له همغه مهاله د اسراییلي پوځیانو په غچ اخستونکو بریدونو کې تراوسه څه باندې ۱۱ زره ملکیان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.