امریکايي ځواکونو په سوریه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو جنګیالیو ۸ غړي وژلي

ارشیف: د سوریې یوه څنډه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو جنګیالیو پر یوه پټنځای د امریکايي ځواکونو د برید انځور

د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ایران له ملاتړه د برخمنو جنګیالیو لږ تر لږه ۸ غړي وژل شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د جګړې د څارنې د یوه بنسټ په حواله نن دوشنبه دغه خبر ورکړی دی.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې امریکا د دوی پر پوځیانو د برید له کبله یوه ورځ مخکې د ځوابي حملو اعلان کړی و.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د بېګا ناوخته په شوي دغه برید کې چې د سوریې په دیر الزور سیمه کې شوی، اته تنه وژل شوي چې یو سوریایی او یو عراقی وګړی هم په کې دی.