ارشد حسین‌شاه د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي اعلی وزیر په توګه لوړه وکړه

د عکس منځ کې د خيبر پښتونخوا والي غلام علي او چپ لور ته ارشد حسین شاه.

ارشد حسین شاه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د لنډمهالي اعلی وزیر په توګه لوړه وکړه.

د خيبر پښتونخوا د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې والي غلام علي د پېښور ولایت په مقام کې له نوموړي د وفادارۍ لوړه واخیسته.

بل پلو عوامي نېشنل ګوند او پاکستان تحريک انصاف د لنډمهاله اعلی وزیر څوکۍ لپاره د ارشد حسین شاه د غوره کېدو پر طریقه نیوکې کړې دي.

ارشد حسین شاه داسې وخت د خیبر پښتونخوا د نوي لنډمهالي اعلی وزیر په توګه ټاکل شوی چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اکثرو سیمو کې د افغانانو نیول او موقتي کمپونو ته ستنول روان دي.