له غزې تړانګې څخه شاوخوا ۵۰۰ بهرني اتباع مصر ته رسېدلي

د مصر استخباراتو ته نږدې د القاهره نیوز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د پنځه سوه بهرنیو اتباعو په ګډون اوه تنه ټپیان فلسطینیان هم د رفح له لارې مصر ته داخل شوي دي.

له غزې تړانګې څخه شاوخوا پنځه سوه بهرني اتباع د یکشنبې په ورځ مصر ته رسېدلي دي.

د مصر یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبرۍ اژانس ته ویلي چې دا کسان د ۱۵ بېلابېلو هېوادونو اتباع دي.

د مصر استخباراتو ته نږدې د القاهره نیوز ورځپاڼې خبر ورکړی چې په همدې ورځ اوه تنه ټپیان فلسطینیان هم د رفح له لارې مصر ته داخل شول.

د رفح کرښه، چې د غزې او مصر تر منځ یوازېنۍ پوله ده، د جمعې او شنبې په ورځو د امنیتي شرایطو له امله تړل شوې وه او د بهرنیو اتباعو او ټپي شویو فلسطینیانو د وتلو مخه نیول شوې وه.

څو ساعته مخکې روسیې اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد ۷۰ اتباع له غزې څخه ووتل او مصر ته د دغه پولې له لارې ننوځي.