د اسراییل پوځ: د لبنان سرحد کې مو پر ټانک د میزاییل برید ملکیان په نښه کړي

د اسراییل او لبنان سرحد کې اسراییلي ټانکونه

د اسراېیل پوځ وايي، افراطي وسلوالو نن یکشنبه د اسراېیل او لبنان پر سرحد د ټانک ضد میزاییل ویشتلي او څو ملکیان یې په نښه کړي دي.

د اسراېیل پوځ زیاتوي، چې په ځواب کې د دوی توپچي ځواک د توپونو ډزې کړې دي.

د اسراېیل د امبولانسونو د خدماتو ادارې ویاند د اسرائیل N12 شبکې خبرې ته ویلي، یو تن سخت ټپي شوی او له درېیو تر پنځو نور برسېرن ژوبل دي.

د لبنان د مخکښې ډلې حزب الله مشر سید حسن نصر الله پرون ویلي وو، چې د اسراېیل په وړاندې به د دوی جبهه دغسې فعاله وي.

په ځواب کې اسراېیل خبرداری ورکړ، چې حزب اله دې جګړه نه شدیدوي.

د اسراېیل پوځ په غزه کې د حماس ډلې په وړاندې چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنه د تروریستي سازمان په سترګه ګوري، په جګړه بوخت دی.