روغتیا نړیوال سازمان له پاکستانه ستنیدونکو کډوالو ته د روغتیایي مرستو د برابرولو خبر ورکړ

له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی او شریکانو یې د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې هره ورځ په تورخم او سپین بولدک کې هره ورځ له پاکستانه ۴۵۰۰ راستنو شویو ته روغتیايي مرستې برابرې کړې دي.

دغې ادارې نن یکشنبه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د جبري اخراج د بهیر له پیل سره، پر دغو دوو دروازو د راستنو شویو لویې جوپې لیدل شوې دي.

د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له غوښتنو سره- سره پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج پروسه نه ده ځنډولې.

پاکستان مخکې اعلان کړی و، چې یو ملیون او اووه سوه زره بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.