په تبعید کې د خبریالانو د بنسټونو فډراسیون په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو په باب د څېړنو غوښتنه وکړه.
نن د نومبر ۱۲مه، په هلمند کې د محمد الیاس داعي د وژل کېدو درې کاله پوره شول.
په تبعید کې د خبریالانو د بنسټونو فډراسیون په اعلامیه کې د دغه بنسټ د سرمنشي عبدالصمد حامد پویا په وینا لیکل شوي، چې ویلي یې دي، د بیان او رسنیو د ازادۍ دښمنان د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره درې کاله مخکې تکړه خبریال محمد الیاس داعي د هلمند په مرکز لښکرګاه کې وواژه او ځینې نور کسان یې ټپیان کړل.
پویا ویلي، چې تروریستي ډلې په خپلو جنایتونو او حملو سره نه شي کولی چې د وینا ازادي او د خبریالانو رسا غږ غلی کړي.
دغې ادارې د نړیوالې جزايي محکمې له څارنوالیو د داعي د هدفي وژنې د قضیې د څېړنې غوښتنه کړې ده.
د تېر جمهوري نظام چارواکو د دې قضیې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې وه، خو د درېیو کلونو له پوره کېدو وروسته هم قاتلان مجازات شوي نه دي.