د اسراییل صدراعظم یو ځل بیا د حماس خلاف د جګړې د سختولو اعلان وکړ

د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اوربند په باب د نړیوالو د غوښتنې د زیاتېدو په ځواب کې یو وار بیا وویل، چې د حماس ډلې په وړاندې به، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمان په توګه نومولې، د اسراییل جګړه په شدت دوام کوي.

نتنیاهو په خپله وینا کې پرون شنبه وویل، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې ټول ۲۳۹ یرغمل شوي کسان د حماس ډلې له بنده خوشې شي.

اسراییل د حماس ډلې پر خلاف پر غزه خپلې حملې وروسته له هغې زیاتې کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په خپلو حملو سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۰۰ نور کسان یرغمل کړل.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ویلي، چې تر اوسه د اسراییل په حملو کې تر ۱۱زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.