طالب چارواکي: پاکستان پرون هم ۶ زره افغان کډوال واېستل

له پاکستانه د یو شمېر تازه ایستل شويو افغان کډوالو موقت کمپ

د طالبانو چارواکي وايي، پرون شنبه هم د سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته څه باندې ۶۰۰۰ افغان کډوال اخراج کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له هرې کورنۍ سره ۱۰زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

د وزارت په وینا، د سپین بولدک له لارې په اخراج شویو کې ۸۲ بندیان هم شامل دي.

دغه وزارت له ایرانه هم پرون شنبه د څه باندې ۲۰۰۰ کسانو د ستنېدو خبر ورکړی، چې ځینې یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو د راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تېره اوونۍ وویل چې د سپین بولدک او تورخم له لارې د اخراج شویو افغانانو شمېر تر درېیو لکو زیات دی.

د نومبر له لومړیو له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی.

ځینو افغانانو شکایت کړی، چې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره له پاکستانه اخراج شوي دي.