جرمني کې د فوټبال مینه والو شخړه؛ تر ۳۰ زیات کسان ټپیان شوي

د جرمني یو شمېر پولیس - تصویر له ارشیفه

د جرمني په هامبورګ کې پولیس وايي د فوټبالو د دوو ټیمونو د مینه والو ترمنځ په شخړو کې د فوټبال ۱۵ مینه وال او ۱۷ پولیس ژوبل شوي دي.

پولیسو پرون شنبه وویل، دغه شخړه په شمالي ښار هامبورګ کې د سنټ پاولي او هانوور د لوبډلو ترمنځ له یوې مسابقې وروسته وشوه.

په دې منځ کې ګڼ کسان نیول شوي هم دي، خو پولیسو یې شمېر په ډاګه کړی نه دی.

د دې بلوا چې د جمعې ناوخته شوې دلیل روښانه شوی نه دی.