السیسي غزه کې د عاجل دایمي اوربند غوښتنه وکړه

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون شنبه په غزه کې له قید و شرط پرته، د فوري-دوامداره اوربند غوښتنه وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، د غزې د اوسېدونکو د ډله ییزو مجازاتو پالیسۍ د منلو وړ نه دي او ځاني دفاع یا نورې ادعاګانې نه شي توجیه کولی.

هغه په ریاض کې د عرب هېوادونو یوې سرمشریزې ته په وینا کې وویل، په غزه کې روانه جګړه باید سم د لاسه ودرول شي.

اسراییل د حماس پر جنګي ډلې، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې، وروسته له هغې خپلې حملې پیل کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په پراخې حملې سره ۱۴۰۰ کسان ووژل.

د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، چې د اسراییل په حملو کې تر اوسه د غزې تر ۱۱زرو ډېر اوسېدونکي وژل شوي دي.