سپین بولدک؛ څه باندې ۲ زره نوي کډوال خپلو سیمو ته لېږدول شوي

له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوي افغان کډوال

د کندهار له سپین بولدک څخه پرون شنبه نورو ولایتونو ته د ۲۲۴۰ کسانو چې ۴۷۱ کورنۍ کېږي، د لېږدولو خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، دغه کسان چې له پاکستانه اخراج شوي وو، په ۹۹ موټرو کې نیمروز، هرات، کابل، زابل، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د دوی اصلي سیمو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو د راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تېره اوونۍ وویل چې د سپین بولدک او تورخم له لارې د راستنو کړل شویو افغانانو شمېر تر درېیو لکو زیات دی.

پرون شنبه هم یوازې سپین بولدک ته له پاکستانه د څه باندې ۴زره کسانو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

له تورخم هم هره ورځ په زرګونو افغانان د پاکستان له خوا تر اخراج وروسته افغانستان ته اوړي.