اردوغان: د اسراییل او فلسطینیانو د کړکېچ حلولو لپاره دې نړیوال کنفرانس جوړ شي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د اسراییل او فلسطینانو ترمنځ د روان کړکېچ د دایمي حل لپاره باید د سولې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

ښاغلي اردوغان دا څرګندونې نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکاریو د سازمان ګډې غونډې ته په وینا کې وکړې.

د دې غونډې ګډونوال مشران غواړي اسراییل دې ته وهڅوي چې په غزه کې د دښمنۍ عملیات پای ته ورسوي.

ترکیه چې په غزه کې د روان بشري بحران له کبله یې پر اسراییلو انتقادونو ته زور ورکړی، د اسراییل او فلسطین د دوو دولتونو د حل لارې پلوي دی او د حماس ډلې یوشمېر غړو ته یې هم پناه ورکړې ده.

متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.