د اسراییل پوځ: غزه کې مو د حماس ډلې ۱۱ مرکزونه نیولي

په غزه کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو یوه څنډه

د اسراییل پوځ نن (شنبې) وویل چې د غزې تړانګې په شمال کې د دوی مځکني ځواک د تېرو دوو اوونیو په عملیاتو کې د حماس د سختدریځې ډلې ۱۱ مرکزونه نیولي دي.

حماس د امریکا او اسراییل له لوري تروریستي ډله پېژندل کېږي.

د دغه پوځ په وینا، دوی د غزې په شمال کې د یوه ښوونځي ترڅنګ د حماس یو تونل ویجاړ کړی دی او نن سهار یې د حماس ډلې پر یوه ځانګړي ځواک بمباري کړې ده.

له بلې خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ چې د یو شمېر اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره د څو هیوادونو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی خو په دې برخه کې اصلي پرمختګ د غزې په وضعیت پورې تړلی دی.