په زرګونه فلسطینيان د جګړې له زون څخه د تېښتې په حال کې دي

په غزه کې د روانې جګړې يو انځور

په زرګونو فلسطینيان په شمال کې د جګړې له زون څخه د تېښتې په حال کې دي.

دا وروسته له هغې ده چې اسراییل له شمال څخه د خوندي تېرېدنې لپاره په جګړه کې یو څو ساعته وقفه اعلان کړه.

د اسوشېټېډپرېس د راپور پر بنسټ، غزه چې د افراطي حماس ډلې په کنټرول کې ده، هغه ډله چې امریکا او اروپايي ټولنه يې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

چارواکو ویلي، د وژل شویو فلسطینيانو شمېر له ۱۱زرو اوښتی دی.

په غزه کې د تاویخوالي له زیاتېدو سره سم خوندي ځای ته د رسېدو هڅې زیاتې شوي دي.