ناروې له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه وښوده

له پاکستانه د افغانستان کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې وزارت نن د نومبر۱۰مه پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، ناروې له پاکستان څخه په لویه کچه د افغان کډوالو ایستلو او بشري اغېزو ته اندېښمنه ده.

د ناروي د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې هغو زیانمنونکو افغانانو ته چې د خوندیتوب په لټه کې دي د پېژندلو او ساتنې یو اغېزمن میکانیزم رامنځه کړي.

د نومبر له لومړی نېټې راهیسې په زرګونو بې اسناده افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

وړمه ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي وو، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له بشپړولو وروسته به د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهر پیل کړي چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.