چارواکي: پاکستان د مېشتو قانوني افغان کډوالو د 'پي‌ او‌ آر' کارتونه تمدیدوي

ارشیف: په پاکستان کې د یوه افغان کډوال د پي او آر کارټ

پاکستاني چارواکي وايي په دې هېواد کې د مېشتو قانوني افغان کډوالو د 'پي او آر' کارتونه تمدیدوي.

د پاکستان د ریاستونو او سرحدونو چارو د وزارت لخوا نن په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي، د مرکزي کابینې له منظورۍ سره سم د پاکستان حکومت د نادرا ادارې لخوا افغان کډوالو ته د ورکړل شویو 'پي او آر' کارتونو موده د روان کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې غځوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا 'يو این ایچ سي آر' په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴سوه زره راجستر افغان کډوال مېشت دي.

د پاکستان حکومت د روان کال د جون په ۲۰مه په یو بیان کې اړوندو ادارو ته ویلي وو چې تر بل امره پورې دې هغه افغانان نه نیسي چې د کارتونو موده یې ختمه شوې ده.

که څه پاکستاني چارواکي وايي چې یوازې بې اسنادو افغانان له خپل هېواد باسي، خو د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه یو شمېر اسناد لرونکو افغان کډوالو شکایت کړی چې دوی هم په وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي او ځورول کېږي.

بلخوا داسې مهال چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي تېره ورځ په کراچۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، له دې پروسې سمدستي وروسته له دې هېواده د هغه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي چې د کډوالي رسمي اسناد ورکړل شوي دي.