د کاناډا صدراعظم په مونتریال کې د یهودانو پر دوو ښوونځيو ډزې وغندلې

د کاناډا صدراعظم جاسټن ترودو

د کاناډا صدراعظم جاسټن ترودو په مونتریال کې د یهودانو پر دوو ښوونځيو ډزې وغندلې.

د کاناډا پولیسو پرون پنجشنبې وویل چې په مونتریال کې د یهودانو پر دوو ښوونځیو د شپې له لوری ډزې شوي دي.

جاسټن ترودو پرون په مونتریال کې خبریالانو ته وویل، په دې پېښه خلک هم سخت خوابدي دي.

ده په عین حال کې په مونتریال کې د چهارشنبې په ورځ په مونتریال کې په غزه کې د اسراییل د جګړې د دوو پلوي او مخالفو خواوو ترمنځ د پوهنتون د محصلانو ترمنځ پر شخړې خواشیني څرګنده کړه.