د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې له یو بل سره مخامخ دي.
د دې سیالۍ، چې د هند په احمداباد لوبغالي کې روانه ده، پچه افغان لوبډلې ګټلې او لومړی یې بېټېنګ یا توپوهنه غوره کړې ده.
د افغانستان څلور لوبغاړي رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ ،کیپتان حشمت الله شهیدي او رحمت شاه ژر وسوځېدل او دا مهال د عظمت الله عمرزي او اکرام عليخېل ترمنځ ملګرتیا روانه ده.
د جنوبي افریقا لوبډله نیمه پایلوبې ته وتلې او اوس په جدول کې له هنده وروسته دوهم ځای لري.
تر دې دمه د افغانستان لوبډلې په ۲۴.۴م اور کې د ۴ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۹۹ منډې کړې دي.