د افغانستان د کرکټ مینه‌والو د ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره کمپاین پيل کړی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د کرکټ په نړیوال جام روانو سیالیو کې پاکستانۍ لوبډلې ته تر ماتې وروسته په لوبغالي کې خپلو نندارچیانو او مینه والو ته لاسونه پړکوي او احترام پر ځای کوي. October 23, 2023

د افغانستان د کرکټ مینه‌والو د ملي لوبډلې له لوبغاړو د ملاتړ لپاره په خواله رسنیو یو کمپاین پيل کړی دی.

دا وروسته له هغه چې پرون د پاکستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د پاکستاني لوبغاړو یوه کمیډي ویډیو خپره کړه چې په کې د راشدخان د باولېنګ یا توپ اچونې په سټایل ملنډې وهي او خاندي.

د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم مستقیماً په دې ویډیو او د پاکستان په لوبغاړو څه تبصره نه ده کړې، خو د راشدخان عکس یې خپور او د هغه کړنې یې ستایلي دي.

د خواله رسنیو افغان کاروونکو بیا د راشدخان او نورو افغان لوبغاړو زرګونه عکسونه او ویډیوګانې شریکې کړي او تر څنګ یې د پاکستاني کرکټرانو چلند غندلی دی.

دوی د 'موږ پر آبي پړانګانو ویاړو' په نوم یو هشټګ هم پيل کړی چې په ایکس او فېسبوکپاڼو لسګونه زره واره خپور شوی دی.

افغانان او د کرکټ مینه‌وال له ډېره وخته د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي په بلوټایګرز یا آبي پړانګانو یادوي.