په مزارشریف ښار کې بېګا د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

په مزارشریف ښار کې بېګا د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي.

په خواله رسنیو باندې د دې چاودنو او ډزو اړوندې ویډیوګانې هم خپرې شوي.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید بیا په خپله ایکس شبکه کې ادعا کړې چې د شپې شاوخوا ۱۱ بجو او شلو دقیقو باندې د مزارشریف په ۱۱ ناحیه کې په یوه کور کې د برښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی او ژر مهار شوی دی.

هغه ویلي چې په دې اور لګېدنه کې د کور یوه اندازه وسایل او د ګازو ډبي سوځېدلي.

خو ځینو خبریالانو او رسنیو راپور ورکړی چې چاودنه او ورپسې وسله واله شخړه احتمالاً په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې رامنځته شوې ده.

طالب چارواکو څه تبصره نه ده کړې.

طالبانو تر دې مخکې هم په خپلو امنیتي ارګانونو د بریدونو راپورونه ژر نه دي تایید کړي.